افغان پُست امارتي شرکت له شینوزاده روغتون او خانه نور پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو د شینوزاده روغتون او خانه نور پوهنتون له استازو سره د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د متقابلو ظرفیتونو کارونې، د ګډو فعالیتونو زمینې برابرولو او د مسلکي روزنې د لوړولو په موخه د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به د افغان پُست، شینوزاده روغتون او خانه نور پوهنتون ترمنځ د همغږۍ او همکاریو نوی پړاو پیل شي.
د یادونې وړ ده چې یاد امارتي شرکت تر دې وړاندې هم له یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.