د غوښي او لبنیاتو برابرولو(مسلخ) امارتي شرکت مشرتابه ایران هېواد کې له تجربوي بنسټونو او عصري ټکنالوژۍ څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، قاري رحمت الله عباس د تخنیکي پلاوي په ملتیا ایران هېواد ته د سفر په ترڅ کې د غوښې د تولید او پروسېس په برخه کې له پرمختللو تجربوي بنسټونو او په یاده برخه کې له کارېدونکې عصري ټکنالوژۍ څخه لیدنه وکړي.
د سفر په ترڅ کې یې په مجتمع کشتارگاهی اراک څخه د لیدنې پر مهال د څارویو د حلالې ذبحې، د غوښې د پروسېس، تولید، بستهبندۍ، حفظالصحې او عصري ماشینرۍ بېلابېلې برخې کتلي او له تخنیکي تجربو څخه یې معلومات ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې سفر موخه د یاد امارتي شرکت د غوښې د تولید او پروسېس په برخه کې عصري ماشینري، نوې ټکنالوژي او معیاري تجربې هېواد ته ولېږدوي، ترڅو په راتلونکي کې هېوادوالو ته صحي، باکیفیته او معیاري غوښه وړاندې او د تولید خدمات لا پیاوړي شي.