د افغان تور امارتي شرکت د موټرچلوونکو مسلکي روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت د موټرچلوونکو لپاره د سیاحت او مېلمهپالنې په برخه کې د مسلکي روزنیز سیمینار د پای ته رسېدلو غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین، مولوي قدرتالله جمال، د افغان تور امارتي شرکت اجرائيوي رئیس، محمد نبي بها، مسؤولینو، روزونکو او د سیمینار د ګډونوالو په حضور سره پای ته ورسېد.
په غونډه کې ویناوالو د مسلکي روزنې پر اهمیت، د سیاحت او مېلمهپالنې په برخه کې د مسلکي او روزل شوو ډرېورانو پر مهم رول او د سیلانیانو او مسافرینو لپاره د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر اړتیا خبرې وکړې.
د افغان تور امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محمد نبي بها د خپلو خبرو پر مهال د موټر چلوونکو پر مهمو مسؤولیتونو او امانتدارۍ ټینګار وکړ او ویې غوښتل چې د خپل مسلک د اصولو په رعایت، ښو اخلاقو او مسلکي چلند سره د افغانستان د اصیل فرهنګ، مېلمه پالنې او مثبت انځور په معرفي کولو کې فعاله ونډه واخلي او په بهرنیو سیلانیانو کې د افغانستان د ښه نوم استازیتوب وکړي.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی اړوند مسؤولینو د مسلکي روزنې، له سیلانیانو سره د مناسب چلند، د مسافرینو خوندیتوب، د توریـزم د اصولو د مراعات او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په پای کې د افغان تور امارتي شرکت او د توریـزم او هوټلداري انسټیټیوټ ترمنځ د مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په اړه هم خبرې وشوې، څو د روزل شویو او مسلکي بشري ظرفیتونو په رامنځته کولو سره د هېواد د توریـزم صنعت د لا پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.