د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره کړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته کې د څار پلاوي غړو، هر یو د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري، د مالیې وزیر، ملا محمد ناصر اخوند، د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف او د افغانستان بانک عمومي رئیس، ملا نور احمدآغا ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د آزادۍ مطبعې، د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید، ملي پراختیا او د افغان ګاز امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال د مالي، سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو باندې خبرې وشوې.
ورپسې د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د ۱۳ پایو مختلف النوع ماشین الاتو د پېر غوښتنې پر موضوع د بحث سربېره د نفت او ګاز، افغان پُست، د بلخ پنبې او نباتي غوړیو، د کندهار نخي نساجۍ، افغان ګاز، ملي پراختیا او د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکتونو پر ځینو موضوعاتو مفصل بحث وشو.
همداراز د پروان ولایت باریکاب سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د هلمند د ۱۰ مېګاواټه او د کندز عسقلان د ۲۰ مېګاواټه، او د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د ۴۰ مېګاواټه، د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو اړوند موضوعاتو باندې بحث وشو.
په پای کې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو، د افغان پُست، د کندهار نخي او پشمي نساجیو امارتي شرکتونو د پنبې اړوند او د ملي بس امارتي شرکت پر موضوعاتو خبرې وشوې او د یو شمېر موضوعات اړوند پرېکړې ترسره شوې.