د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، کیفیت د لوړولو او د لګښتونو کمولو په موخه، د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د (۱۴۰۳ او ۱۴۰۴) مالي کال د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه، چې  تشخیصیه شمېره یې (HDSOC005) ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
 
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د مالیې محترم وزارت د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د روان کال د سنبلې له ۷مې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د https://shorturl.at/mowql لېنک ته او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ له دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه د مندرجو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکلې نېټه دې یادې ادارې ته وسپاري.
 
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۵ نېټې، د یکشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۶/۲۸ نېټې، د شنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پنځم پوړ په ۱۴۳مه شمېره شعبه کې ترسره کېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي وړاندېزونه په پروسه کې شامل نه دي.
 
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه – کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af