د امارتي شرکتونو لوي ریاست
له میوند جادې څخه تر ابن سینا روغتون پورې د اوبو لېږد شبکې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
1405/6/5 00:00
Mumtaz خبرونه

له میوند جادې څخه تر ابن سینا روغتون پورې د اوبو لېږد شبکې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري په کابل ښار کې له میوند جادې څخه تر ابن سینا روغتون پورې د اوبو لېږد شبکې پروژه د لوړپوړو مسؤولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت‌الله مکي، د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع، د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، دوکتور محمد خالد مروان، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انسجام او همغږۍ رئیس، قاضي عبدالله عبید، د ګذر وکیلانو او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
 
د مراسمو په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د اوبو حیاتي ارزښت ته په اشارې سره وویل چې کابل په نړۍ کې لومړنۍ پلازمېنه ده چې د اوبو له کمښت سره مخ ده.
 
ښاغلي بلال زیاته کړه چې په تېر کې د افغانستان د ځمکنیو اوبو مدیریت ته لازمه پاملرنه نه وه شوې، خو د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو سره په هېواد کې اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت د مدیریت موضوع ډېره جدي نیول شوې، چې له پنجشېر سیند څخه د اوبو لېږد پروژه، د شاه‌وعروس او شاتوت بندونه یې له مهمو بېلګو څخه دي.
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس وویل چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو رسولو شبکو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، چې همدا اوس په کابل ښار کې هره ورځ شاوخوا ۴۳ زره متر مکعبه اوبه تولیدېږي.
 
په دغو مراسمو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم په کابل کې د اوبو د جدي کمښت بحران ته په اشارې، د اوبو د سپما پر اهمیت ټینګار وکړ او د یادې پروژې د تمویل له امله یې د یونیسف له مؤسسې څخه مننه وکړه.
 
همداراز د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت‌الله مکي اوبه د ژوند یو اساسي عنصر وباله او د دغې پروژې پلي کېدل یې په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت د بحران راکمولو په برخه کې مهم ګام وباله.
 
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند له میوند جادې څخه تر ابن‌سینا روغتون پورې د اوبو د لېږد شبکې پروژه د ۲۸،۸۰۹،۳۰۰ افغانیو په لګښت سره د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ، د نهو میاشتو په موده کې پلې شوې ده؛ دغه شبکه د ۴۰۰ ملي‌متره قطر او ۲۴۴۸ مترو اوږدوالي په لرلو سره شاوخوا ۳۰ زره ښاریان تر پوښښ لاندې راولي.