د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د عامل پلاوي ناسته ترسره شوه
1405/6/5 00:00
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د عامل پلاوي ناسته ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ د دغه شرکت د عامل پلاوي ناسته ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې د شرکت د مالي او اداري چارو رئیس، محمداجان راشد د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس، مولوي نعمت الله سالک د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، انجنیر حکمت الله معروف او د دفتر امر، قاري احسان الله ذهان ګډون کړی و.
 
په غونډه کې د شرکت د چارو، روانو فعالیتونو، کاري بهیر او اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه؛ همداراز د چارو د لا ښه تنظیم، اغېزمنتیا او پرمختګ په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو او یو لړ تصامیم ونیول شول.
 
په پای کي د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د شرکت د چارو د لا ښه والي، د کاري بهیر د پیاوړتیا او د ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره به لازم اقدامات په منظم او اغېزمن ډول ترسره کوي.