د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1404/10/22 00:00
Mohammad Nabi خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري، د ۱۴۰۴ کال زېرمه شوې یوریا سره، چې د (۴۶) سلنه نایتروجن لرونکې ده او په ۵۰ کیلوګرامه بوجیو کې بسته‌بندي شوې، د اړوندو شرایطو پر اساس د ازادې داوطلبۍ له لارې، په عمده او پرچون ډول سره وپلوري. درنو امارتي ادارو، مؤسسو، سوداګریزو شرکتونو او ټولو هغو کسانو ته چې د یادې سرې د پېرلو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي چې له اړوندو اسنادو سره د تحویلۍ د چارو د ترسره کولو په موخه، یاد امارتي شرکت ته مراجعه وکړي. پته: د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، امام بکري پل، دهدادي ولسوالۍ – بلخ