د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له چارو لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د انسجام او همغږۍ رئیس، قاضي عبدالله عبید په ملتیا د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له روانو چارو، فعالیتونو او کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجمالرحمن فضلي، د مالي او اداري چارو رئیس، مولوي محمد زبیر غالب د تخنیکي او تولیدي چارو رئیس، قاري صلاح الدین، د سوداګریزو چارو رئیس، عبدالواحد مصدق هم شتون درلود.
په پیل کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجم الرحمن فضلي د شرکت د روانو چارو، لاسته راوړنو او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي فضلي د شرکت د پرمختګونو، د درملو د تولید د بهیر او د تولیدي کیفیت د لا لوړولو په موخه د ترسره شویو اقداماتو، راتلونکو پلانونو او د یاد شرکت د درملتونونو په اړه هم معلومات شریک کړل.
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د مسؤولینو تر وړاندیزونو او غوښتونو اورېدلو وروسته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د درملو د واردولو او تولید په برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې، د اړتیاوو د پوره کولو او د تولیدي چارو د ښه والي په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.
د یادې لیدنې په پای کې ښاغلي بلال د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د بېلابېلو برخو سربېره د درملو له ګودامونو څخه هم لیدنه وکړه.