کندز کې د شبکې د پیاوړتیا او اصلاح په دوام یو تقویتي ترانسفارمر نصب شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د کندز برېښنا ریاست عملیاتي څانګې د ښاري شبکې پیاوړتیا په موخه د ۱۰۰ کېلوولټ امپېر په ظرفیت یو تقویتي ترانسفارمر نصب کړ.
پر دې سربېره د امام صاحب ۱۲۵۰ کېلوولټ امپېر ترانسفارمر تخنيکي ستونزو حل لپاره هم د عملیاتي څانګې هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت پلازمېنه او ولایتونو کې د برېښنا شبکې اصلاح او پیاوړتیا سره د خدماتو کیفیت پر لوړوالي تل کار کوي.