د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د لاسي صنایعو د پراختیا او افغان نساجۍ امارتي شرکتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
1405/6/5 00:00
Mumtaz خبرونه

د لاسي صنایعو د پراختیا او افغان نساجۍ امارتي شرکتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لاسي صنایعو د پراختیا او افغان نساجۍ امارتي شرکتونو ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
 
یاد هوکړه لیک د البسې او بېلابېلو برخو کې د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت رئيس، مولوي محمدابراهیم نبیل او د افغان نساجۍ امارتي شرکت رئیس، مولوي عبدالحمید اخندزاده له لوري د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت په ودانۍ کي لاسلیک شو.
 
د یادونې وړ ده چې د هوکړې موخه د دواړو شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، د لاسي صنایعو او نساجۍ سکټور پیاوړتیا او د ګډو فعالیتونو زمینه برابرول دي.