د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/11/25 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ابن ‌سینا فارمسي امارتي شرکت غواړي چې د نافذه قوانینو په رڼا کې، لاندې (۵) بابه امارتي درملتونونه، په اجاره ورکړي: ۱- غزني ولایت، ولایتي شفاخانه (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون ۲- بغلان ولایت، بغلان جدید ولسوالۍ (۳مه) شمېره امارتي درملتون ۳- تخار ولایت، فرخار ولسوالۍ (۵مه) شمېره امارتي درملتون ۴- لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون ۵- کابل ولایت، استقلال روغتون (۲۶) شمېره امارتي درملتون ټول حقیقي، حکمي اشخاص او سهامي شرکتونه چې د امارتي درملتونونو د اجارې اخیستو لېوالتیا لري، کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه د ابن‌سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو له ریاست څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانېستلو غونډه به د ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ نېټې، دوشنبې ورځ، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې ترسره شي. یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مقرراتو او مادو مطابق اخیستل کېږي. پته: شاه دوشمشېره(رح)، د میخانیکي انسټېټیوټ ترڅنګ، دویمه ناحیه ـ کابل