د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال په افغانستان کې د روسیې له سفیر، دیمیتري ژیرنوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د روسیې سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مهمې وبللې او پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
په دې برخه کې د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرنوف په حیرتان بندر کې د یو داسې ځانګړي اقتصادي زون د رامنځته کېدلو غوښتنه وکړه چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې تر څنګ د پروسس او بسته بندۍ چارې پکې ترسره کېږي، ترڅو د دواړو هېوادونو او سیمې د لا اقتصادي ودې او پیاوړتیا لامل شي.
ښاغلي بلال هم په یاده سیمه کې د اقتصادي زون رامنځته کول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د رامنځته کولو پر لارو چارو به یې په ګډه کار پيلوي.
حیرتان بندر د هېواد له خورا مهمو او بوختو بندرونو څخه دی چې د صادراتو او وارداتو یوه زیاته برخه د یاد بندر له لارې ترسره کېږي.
د ګډ اقتصادي زون رامنځته کول نه یوازې د هېواد بلکې د سیمې پر سوداګریزې او اقتصادي ودې زیات اغېز لرلی شي.