د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د معارف مطبعې امارتي شرکت له چارو لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال د انسجام او همغږۍ رئیس، مولوي عبدالله عبید او د آزادۍ مطبعې اجرائیوي رئیس، احمد فردین ضیایي په ملتیا د معارف مطبعې امارتي شرکت له روانو چارو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال د یاد شرکت له بېلابېلو برخو، روانو فعالیتونو او ماشینآلاتو څخه د نږدې څارنې سربېره، د اړوند مسؤولینو وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدې.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د معارف مطبعې امارتي شرکت د ترسره شویو پرمختګونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او مسؤولینو ته یې د چارو د لا ښه والي، پراختیا او اغېزمنتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې ښاغلي بلال د یاد شرکت د ظرفیتونو پر پیاوړتیا او لا پرمختګ ټینګار وکړ او د امارتي شرکتونو لوی ریاست له اړخه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.