د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په بغلان او کندز ولایتونو کې د افسوټر امارتي شرکت له استازولیو لیدنه وشوه
1405/6/7 00:00
Mumtaz خبرونه

په بغلان او کندز ولایتونو کې د افسوټر امارتي شرکت له استازولیو لیدنه وشوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ډاکټر نظرمحمد عرفان او د یاد شرکت د سوداګریزو چارو رئیس، عبدالصبور ظریفي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان او کندز ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د شرکت له فعالیتونو او استازولیو رسمي لیدنه وکړه او د چارو بهیر او پرمختګونه یې له نږدې وڅارل.
 
په دې لیدنه کې د یاد شرکت د استازولیو مسؤولینو ته د لا ښه، اغېزمن او منظم فعالیت په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
 
همداراز ښاغلي عرفان او مل پلاوي یې د بغلان ولایت له والي او ښاروال سره لیدنه وکړه او د همغږۍ د پیاوړتیا، د فعالیتونو د پراختیا او کاري چارو د ښه والي په اړه یې نظرونو تبادله کړل.
 
د یادونې وړ ده چې دا لیدنه د ساحوي فعالیتونو د ارزونې، له سیمه‌ییزو مسؤولینو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او د شرکت د چارو د چټکتیا په موخه ترسره شوه.