د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغان پُست امارتي شرکت پلاوی ټایلنډ هېواد ته په سفر ولاړ
1405/6/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت پلاوی ټایلنډ هېواد ته په سفر ولاړ
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي د آسیا پُستي اتحادیې (APPU) په ۱۴مې پُستي کنګره او د اجرائیوي رئیسانو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه د ټایلنډ هېواد ته سفر وکړ.
 
ټاکل شوې چې یاده کنګره او ناسته د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شي او د آسیا پُستي اتحادیې د ۳۲ غړو هېوادونو د پُستي ادارو استازي، د پُست نړیوالې اتحادیې (UPU)، د نړیوال ګمرک سازمان (WCO)، د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) او یو شمېر نورو اړوندو پُستي ادارو او نړیوالو بنسټونو استازي به پکې ګډون وکړي.
 
همداراز په دې غونډو کې به د پُستي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو، د نړیوالو پُستي همکاریو د پیاوړتیا، د پُستي ادارو ترمنځ د تجربو او مسلکي ظرفیتونو د تبادلې، د پُستي او ګمرکي چارو د همغږۍ او د پُستي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشي.
 
د یادونې وړ ده چې د افغان پُست امارتي شرکت پلاوی به په دې ناستو کې د افغانستان د پُستي سکټور اړوند تجربې او لیدلوري شریک کړي او د نړیوالو پُستي ادارو له استازو سره به د همکاریو د پراختیا، د نړیوالو پُستي اړیکو د پیاوړتیا او د مسلکي تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.