د امارتي شرکتونو لوي ریاست
پکتیا کې له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې
1405/6/8 00:00
Mumtaz خبرونه

پکتیا کې له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د پکتیا ولایت مرکز او زرمت ولسوالۍ اړوند چوڼۍ، شیخان، ډنډ غاړه، عبدالله کلا او فقیر خاک کلیو ته د ۹ توزیعي ترانسفارمرونو بشپړه شوې پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
 
پر دې پراختیايي پروژې ۴۱ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۵۷۵ اصله کانکریټي پایې، د ۲۰ او ۰،۴ کېلوولټ ۶۵ کېلومتره مزي پکې شامل دي.
 
د یادونې وړ ده چې د دې پراختیايي پروژې په بشپړېدو او ګټې اخېستنې سره ۱۰۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.