د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له تورغونډۍ بندر څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي بسمالله مزاري له تورغونډۍ بندر څخه د لیدنې پر مهال، د دغه بندر له کارکوونکو سره هم خبرې وکړې.
ښاغلي مزاري د کارکوونکو د هڅو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ، د دندو په ترسره کولو کې یې پر صداقت، اخلاص او هېواد ته د خدمت پر روحیه ټینګار وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تورغونډۍ بندر له روانو پروژو او فعالیتونو هم لیدنه وکړه او د چوپړتیاوو د بهیر پر ښه والي او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
په پای کې ښاغلي مزاري د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د زمینې برابرولو، د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ او د امارتي شرکتونو د ودې او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست رول د ستاینې وړ وباله.