د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې ‌کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي، ترڅو په بېلابېلو ولایتونو او مرکز کې د FTTB  خدماتو وړاندې کولو، د امنیتي کامرو د نښلولو او د شبکې د پراختیا په موخه د نوري فایبر کېبل د تدارک او برابرولو په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې د یاد شرکت د نرخ اخیستنې استعلام سره سمې چمتو کړي.
 
هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپل نرخونه دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۰ نېټې، د سې‌شنبې ورځې د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست د پېرودنې آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
 
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice