د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په امارتي شرکتونو کې د مالي شفافیت او اغېزمن مدیریت لپاره د نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونو (IFRS) پلي کول
1405/6/8 00:00
Mumtaz مقالې

په امارتي شرکتونو کې د مالي شفافیت او اغېزمن مدیریت لپاره د نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونو (IFRS) پلي کول

 

لکه څنګه چې په تېره مقاله، «د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت نړیوالې تجربې او د افغانستان لپاره یې زده کړې»، کې د هېوادونو د عامه شتمنیو او د مالي او حسابي برخو د ښه مدیریت لپاره یوه له مهمو حل‌لارو څخه د نړیوالو مالي راپور ورکولو معیارونو پلي کول یاد شوي وو، نو د همدې موضوع د لا روښانه کولو په موخه، پدې مقاله کې هڅه شوې، ترڅو وښیو چې څنګه کولای شو د یادو نړیوالو معیارونو په مرسته د امارتي شرکتونو د مالي او حسابي برخو اغېزمن مدیریت رامنځته، مالي شفافیت او حساب ‌ورکول پیاوړي او د شرکتونو د مالي وضعیت د کره او باوري راپور ورکولو زمینه برابره کړو.

 

د ا.ا.ا د بیا ځلي واکمنیدو سره د نورو برخو د پراختیا ترڅنګ د شرکتونو د پراختیا او په خپلو پښو د درېدو لپاره اړینې هڅې ترسره شوې دي او لا جریان لري؛ په کور د ننه امارتي شرکتونه په مختلفو سکټورنو کې فعالیتونه ترسره کوي او زیاتره شرکتونه په خپلو برخو کې د تېرو پنځو کالونو په جریان کې ښه ځلیدلي دي.

د افغانستان دولتي شرکتونه د اسلامي امارت تر فتحې وړاندې د خورا ستونزو سره مخامخ ؤ، د نړیوال وجهي صندوق د راپور له مخې د دولتي شرکتونو (SOEs/SOCs) مالي راپور ورکول په جدي ډول کمزوري ؤ؛ دا وضعیت د لسیزو کمزورې حکومتولۍ، محدودې څارنې له امله رامنځته شوی ؤ.

 

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د ریاست (Department of SOEs/SOCs) ــ چې د دولتي شرکتونو د څارنې د بورډ د دارالانشاء په توګه هم فعالیت کوو ــ او د شرکتونو د څارنې د بورډ (SOC Oversight Board) ترمنځ د حساب ورکونې او مسؤلیت کرښې په بشپړ ډول روښانه نه وې، په ځانګړي توګه د دولتي شرکتونو د مالي ملاتړ په برخه کې؛ د څارنې بورډ د خپلو ټاکل شویو دندو او مسؤلیتونو په بشپړ او اغېزمن ډول په ترسره کولو کې پاتې راغلی و او د مالي خطرونو (Fiscal Risks) په اړه چې باید هر کال راپور ترتیب او نشر کړل شوی وای، نه دی ترسره شوی.

 

د دولتي تصدیو (SOEs) او دولتي شرکتونو (SOCs) ټولیز پورونه او مکلفیتونه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د ناخالص کورني تولید (GDP)  له ۶ سلنې څخه زیات ؤ؛ خو احتمال کېده چې دا اندازه له واقعي کچې ټیټه وه، ځکه چې د راپور ورکولو او محاسبې په برخه کې د پام وړ نیمګړتیاوې او تشې موجودې وې.

 

په ټولیز توګه له ۵۱ دولتي تصدیو او شرکتونو (SOEs/SOCs) څخه شاوخوا ۲۳ دولتي تصدۍ او ۸ دولتي شرکتونه په خپلو اصلي سوداګریزو فعالیتونو کې ګټور نه ؤ؛ له دغو شرکتونو څخه یوازې پنځه لوی شرکتونه د ټول عاید شاوخوا  ۸۰ سلنه او د ټول کاري ځواک نږدې ۶۰ سلنه جوړوله.

 

د دغو پنځو لویو دولتي شرکتونو له ډلې، د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) د اوږد مهاله مکلفیتونو لوړه کچه هم درلوده، د موجودو وروستیو معلوماتو له مخې، چې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال اړوند دي، د دې شرکت ټول اوږدمهاله پورونه شاوخوا ۲۶ میلیارده افغانۍ ؤ، چې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د ناخالص کورني تولید (GDP) نږدې ۲ سلنه یې جوړوله؛ په ټوله کې دا وضعیت څرګندوي چې په دولتي شرکتونو کې مالي خطر (Fiscal Risk) تر ډېره په څو لویو شرکتونو کې متمرکز ؤ.

 

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې هغه ستونزې چې په تېر کې د شرکتونو د مدیریت او نظارت په برخه کې موجودې وې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره کچې حل شوې دي، اوس مهال امارتي شرکتونه د یوې واحدې ادارې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست، تر چتر لاندې خپل فعالیتونه ترسره کوي؛ همدارنګه د مدیره پلاوو او نظار پلاوو شتون د شرکتونو د چارو د تنظیم، مدیریت او څارنې په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې د امارتي شرکتونو چارې د یاد لوی ریاست له لوري هم په منظم ډول څارل کېږي.

 

سربېره پر دې په ځینو امارتي شرکتونو کې د مالي او حسابي برخو لپاره مسلکي کارکوونکي ګمارل شوي چې د نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونو (IFRS) او اړوندو مالي او حسابي اصولو سره بلدتیا لري؛ دا چاره د مالي راپورونو د کیفیت، شفافیت، حساب ‌ورکونې او د شرکتونو د مالي مدیریت د لا پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي.

 

د مالي خطرونو د ښه مدیریت او د شفاف مالي راپور ورکولو په موخه، په امارتي شرکتونو کې د نړیوالو محاسبوي او مالي راپور ورکولو معیارونو پلي کول کولای شي، د نوموړو خطرونو په مخنیوي او راکمولو کې مهم رول ولوبوي؛ همدارنګه ویلای شو چې د نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونه (IFRS) د محاسبې ګډه او نړیواله ژبه بلل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې د هېوادونو او شرکتونو له خوا په پراخه کچه کارول کېږي او له ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو د نوموړو سټنډرډونو څخه استفاده کوي.

 

په امارتي شرکتونو کې د نړیوال مالي راپور ورکولو د معیارونو اهمیت

 

د مالي راپورونو روڼتیا

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه شرکتونه اړ کوي چې خپل مالي معلومات په منظم، واضح او شفاف ډول وړاندې کړي؛ له دې امله دولتونه، د شرکتونو بورډونه، پلټونکي، پور ورکوونکي او نور اړوند بنسټونه کولای شي د شرکت مالي وضعیت په ښه ډول وارزوي او په اړوند برخه کې IAS1/IFRS 18  سټنډرډ پوره وضاحت لري.

 

د مالي صورت حسابونو اعتبار او د پرتله کولو وړتیا زیاتوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه د مالي صورتونو د چمتو کولو لپاره واحد او نړیوال اصول وړاندې کوي؛ له همدې امله د بېلابېلو دولتي شرکتونو مالي فعالیتونه له یو بل سره، چې مناسب وي له خصوصي او نړیوالو شرکتونو سره پرتله کېدای شي او په اړوند برخه کې  IAS1/IFRS18  سټنډرډ پوره وضاحت لري.

 

 

د مالي خطرونو (Fiscal Risks) په ارزونه کې مرسته کوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونو پر بنسټ مالي راپور ورکول کولای شي چې د پورونو، دولتي تضمینونو، ذخیرو (Provisions)، احتمالي مکلفیتونو (Contingent Liabilities)، زیانونو او نورو مالي خطرونو په پېژندلو کې مرسته وکړي؛ مخکې له دې چې دغه خطرونه د دولت پر بودیجه د پام وړ بار واچوي او په اړوند برخه کې IAS 37,IFRS 7 سټنډرډونه پوره وضاحت لري.

 

د شرکتونو حاکمیت (Corporate Governance) پیاوړی کوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه د حساب ورکونې کچه لوړوي، ځکه مدیریت اړ کېږي چې مهمې معاملې او مالي مکلفیتونه په سمه توګه ثبت او افشا کړي؛ همدارنګه د شرکتونو بورډونه او د څارنې ادارې کولای شي چې د مدیریت فعالیتونه په لا ښه ډول وارزوي.

 

د شتمنیو او مکلفیتونو دقیق ارزښت ټاکلو کې مرسته کوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه د شتمنیو او مکلفیتونو د ثبت او اندازه کولو لپاره اصول وړاندې کوي؛ دا په ځانګړي ډول د هغو دولتي شرکتونو لپاره مهم دي چې لوی مقدار ځمکې، زیربناوې، ودانۍ، ماشین‌آلات، پورونه، پانګونې او نورې عامه شتمنۍ لري او په اړوند برخه کې IAS 16, IAS 36, IAS 40, IFRS 13.. سټنډرډونه پوره وضاحت لري.

 

د دولتي شرکتونو د فعالیتونو د څارنې زمینه برابروي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونو پر بنسټ مالي معلومات دولت ته اجازه ورکوي، چې د شرکتونو فعالیت د لاندې شاخصونو له لارې وارزوي:

§       د شتمنیو پر سر عاید (ROA)

§       د پانګې پر سر عاید (ROE)

§       د پور او پانګې نسبت (Debt-to-Equity Ratio)

§       جاري نسبت (Current Ratio)

§       د خالصې ګټې سلنه (Net Profit Margin)

§       عملیاتي نغدي جریان (Operating Cash Flow)

د دغو شاخصونو له لارې کمزوري او زیانمن دولتي شرکتونه په ښه توګه پېژندل کېدای شي.

 

د تمویل ترلاسه کولو زمینه ښه کوي

د نړیوال مالي  راپور ورکونې سټنډرډونو پر بنسټ معتبر مالي صورتونه کولای شي د بانکونو، پانګه ‌والو، پراختیايي شریکانو او نورو مالي بنسټونو باور زیات کړي؛ له همدې امله له مالي پلوه سالم دولتي شرکتونه کولای شي د تمویل ترلاسه کولو ته آسانه لاسرسی ولري او په اړوند برخه کې IFRS 7 سټنډرډ پوره وضاحت لري.

د بهرني مالي تفتیش کیفیت لوړوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه یو منل شوی د نړیوال حسابدارۍ چوکاټ دی چې پر بنسټ یې مالي صورتونه په منظم ډول تفتیش کېدای شي؛ دا کار د بهرني تفتیش کیفیت او د مالي راپورونو اعتبار لوړوي.

 

د شرکتونو او فرعي شرکتونو(Parent/Subsidiary) د مالي راپورونو په یوځای کولو کې مرسته کوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه د کنټرول لاندې فرعي شرکتونو (IFRS 10) د مالي صورتونو د یوځای کولو   (Consolidation) اصول بیانوي؛ دا د هغو دولتي شرکتونو لپاره مهم دی چې فرعي یا تر خپل کنټرول لاندې شرکتونه لري.

 

د عامه شتمنیو د مدیریت په ښه کولو کې مرسته کوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه کولای شي دولت سره مرسته وکړي چې د دولتي شرکتونو د شتمنیو د ارزښت، استهلاک، د ارزښت د کمېدو  (Impairment)  او مالي فعالیت په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي؛ دا چاره د عامه شتمنیو د مسلکي مدیریت لپاره مهمه ده او په اړوند برخه کې IAS 36, IAS 16 سټنډرډونه پوره وضاحت لري.

 

نړیوال اعتبار زیاتوي

د نړیوال مالي راپور ورکونې سټنډرډونه په نړیواله کچه پراخ پېژندل شوی معیار دی؛ د دې معیارونو پلي کول د دولتي شرکتونو مالي صورتونه د نړیوالو پانګه ‌والو، پراختیايي ادارو، پلټونکو او نورو نړیوالو بنسټونو لپاره د لا ښه پوهېدو وړ ګرځوي.

 

د پرېکړې نیول

د عوایدو، لګښتونو، شتمنیو، مکلفیتونو، نغدو جریانونو او ګټې په اړه دقیق معلومات د شرکتونو له مدیریت سره مرسته کوي چې د پانګونې، پور اخیستنې، بیو ټاکلو، لګښتونو کنټرول او د شرکت د اصلاح یا بیا جوړونې په اړه غوره پرېکړې وکړي.

 

د امارتي شرکتونو حسابدارۍ او د ثبت کړنلاره(Bookkeeping Methodology)

امارتي شرکتونه خپل مالي معاملات او حسابي معلومات په بېلابېلو طریقو ثبت او راجستر کوي، چې تر اوسه په ټولو شرکتونو کې د حسابونو د ثبت او راجستر لپاره یو واحد او معیاري د مالي معاملاتو ثبت میتود موجود نه دی؛ همدارنګه بېلابېل مالي او حسابي سافټویرونه کارول کېږي او په ځینو شرکتونو کې لا هم د سافټویرونو پر ځای له دودیزو حسابي کتابونو څخه استفاده کېږي.

 

په داسې حال کې چې د معاصرو او پرمختللو شرکتونو د اغېزمن مالي مدیریت لپاره د عصري او پرمختللې ټکنالوژۍ کارول اړین دي؛ د معیاري مالي او حسابي سافټویرونو په کارولو سره کولای شو د نړیوالو مالي راپور ورکولو معیارونو (IFRS) پلي کول آسانه کړو، د مالي معلوماتو د ثبت او پروسس بهیر چټک او دقیق کړو، د انساني تېروتنو کچه راټیټه کړو او په لږ وخت کې معیاري، کره او باوري مالي راپورونه ترتیب کړو.

 

د IFRS معیارونه د اړتیاوو مطابق تنظیمول

د افغانستان اسلامي امارت کولای شي نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونه د هېواد د اړتیاوو، نافذه قوانینو او اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره تنظیم او عیار کړي؛ هغه معیارونه چې د اسلامي شریعت له اصولو سره د تطبیق په برخه کې توپیر ولري، کولای شو د اسلامي شریعت او د هېواد د نافذه قوانینو له غوښتنو سره سم په مناسب ډول تنظیم کړو، ترڅو له یوې خوا د نړیوالو مالي راپور ورکولو معیارونو له مهمو اصولو او موخو څخه ګټه واخیستل شي او له بلې خوا د هېواد له اسلامي او حقوقي چوکاټ سره همغږي وساتل شي.

 

د یادونې وړ ده چې یو شمېر هېوادونو هم نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونه د خپلو ملي قوانینو، اقتصادي شرایطو او ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو سره په ځینو مواردو کې تعدیل یا عیار کړي دي؛ د بېلګې په توګه ازبکستان او هند د نړیوال مالي راپور ورکولو معیارونو د پلي کولو پر مهال د خپلو ملي شرایطو او قوانینو مطابق ځانګړي ترتیبات رامنځته کړي دي.

 

پایله

د امارتي شرکتونو اغېزمن مالي مدیریت، روڼتیا، حساب ‌ورکونه او د مالي خطرونو د کنټرول لپاره د نړیوالو مالي راپور ورکولو معیارونو (IFRS) پلي کول یو مهم چوکاټ ګڼل کېدای شي؛ د دې معیارونو پلي کول یوازې د مالي صورتونو د ترتیب لپاره نه دي، بلکې د شرکتونو د شتمنیو، مکلفیتونو، عوایدو، لګښتونو، نغدي جریانونو، پورونو او احتمالي مالي خطرونو د کره پېژندنې او ارزونې لپاره هم مهم رول لري.

 

د تېر وضعیت له ارزونې څخه څرګندېږي چې د دولتي شرکتونو په مالي راپور ورکولو، حسابدارۍ، څارنې او د مالي خطرونو په مدیریت کې د پام وړ نیمګړتیاوې موجودې وې؛ د مالي معلوماتو ناسم یا نیمګړی ثبت او راپور ورکول کولای شي د شرکتونو د واقعي مالي وضعیت په ارزونه کې ستونزې رامنځته کړي او د دولت پر بودیجې د احتمالي مالي فشارونو د دقیقې پېژندنې مخه ونیسي.

 

په اوسني وضعیت کې د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم او څارنې لپاره د واحد اداري چوکاټ، مدیره پلاوو، نظارتي جوړښتونو او مسلکي مالي او حسابي کارکوونکو شتون د مالي مدیریت د لا پیاوړتیا لپاره مناسب چوکاټ رامنځته کوي؛ که دغه ظرفیتونه د معیاري مالي راپور ورکولو له سیستم، مسلکي حسابدارۍ او عصري مالي او حسابي سافټویرونو سره یوځای شي، نو د امارتي شرکتونو د مالي معلوماتو کیفیت او اعتبار لا ښه کېدای شي.

 

له همدې امله د امارتي شرکتونو لپاره د IFRS پلي کول باید یوازې د حسابدارۍ یوه تخنیکي موضوع ونه ګڼل شي، بلکې د عامه شتمنیو د مسلکي مدیریت، د مالي خطرونو د کمولو، د شرکتونو د فعالیت د ارزونې، د پرېکړو د کیفیت د لوړولو او د مالي حساب ‌ورکونې د پیاوړتیا یوه مهمه وسیله وبلل شي.

 

په ورته وخت کې د افغانستان ځانګړي اقتصادي، حقوقي او اسلامي شرایط باید د معیارونو د پلي کولو پر مهال په پام کې ونیول شي؛ په دې توګه د نړیوالو معیارونو له بنسټیزو اصولو او موخو څخه استفاده کېدای شي، خو د هغو برخو د تطبیق په اړه چې له نافذه قوانینو او اسلامي اصولو سره ځانګړې همغږي ته اړتیا لري، مناسب ترتیبات رامنځته کېدای شي.

 

په ټوله کې که د امارتي شرکتونو لپاره د مالي او حسابي معلوماتو د ثبت، راپور ورکولو، تفتیش او څارنې یو واحد او معیاري سیستم رامنځته شي او د IFRS معیارونه په مسلکي او تدریجي ډول پلي شي، نو دا به د شرکتونو د مالي فعالیتونو د ښه مدیریت، د عامه شتمنیو د ارزښت ساتنې او د دولت د مالي خطرونو د لا ښه مدیریت لپاره اغېزمن ګام وي.

 

وړاندیزونه

§       د IFRS د تدریجي پلي کولو لپاره واحد چوکاټ رامنځته کول

§       د IFRS پلي کول د هېواد له اسلامي او حقوقي چوکاټ سره

§       معیاري مالي او حسابي سافټویرونه دې تطبیق شي

§       د مالي او حسابي کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول

§       د مالي خطرونو لپاره د منظم راپور ورکولو سیستم رامنځته کول

§       د عامه شتمنیو د ثبت او ارزونې سیستم پیاوړی کول

 

سرچینې

International Monetary Fund. (2021). Islamic Republic of Afghanistan: 2021 Article IV consultation—Press release; staff report; and statement by the executive director for the Islamic Republic of Afghanistan (IMF Country Report No. 21/57). International Monetary Fund.

Organization for Economic Co-operation and Development. (2015). OECD guidelines on corporate governance of state-owned enterprises (2015 edition). OECD Publishing

لیکوونکې: اکبرخان باتور د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت مالي او اداري رئېس