د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د بودیجې اغېزمن ترتیب، تطبیق او راپور ورکونه

1405/7/25 12:43
Mumtaz مقالې

د امارتي شرکتونو د بودیجې اغېزمن ترتیب، تطبیق او راپور ورکونه

سریزه

بودیجه د امارتي شرکتونو د مالي مدیریت، د سرچینو د اغېزمنې کارونې او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو اساس جوړوي، د شرکتونو مالي سرچینو په مؤثر تخصیص، د شتمنیو په ګټور او مثمر استعمال، د انکشافي پروژو په پلي کولو او د فعالیتونو په تنظیم کې اساسي رول لوبوي. له همدې امله، شرکتونه اړ دي چې خپل مالي او بودجوی پلانونه په خورا دقت، د منل شویو معیارونو او معیاري میکانیزمونو په رعایتولو سره ترتیب کړي. د ځینو امارتي شرکتونو څخه عینی لیدنو په پایله کې جوته شوه چې دوی د مالی پلانونو په ترتیب کې ستونزې لري نشي کولای خپل خدماتي فعالیتونه د اساسي عوایدو ډیروالی او انکشافي پروژې په مناسب او منظم ډول پلان کړي، دغه وضعیت د انکشافي پروژو د تطبیق، عوایدو ډیروالې او اړوندو فعالیتونو د اغېزمنتیا او د شرکتونو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي. سربېره پر دې، د انکشافي پروژو مالي او اقتصادي تحلیلونه تر ډېره په بودجوی او مالي پلانونو کې تر شاملولو مخکې نه ترسره کېږي. په داسې حال کې چې د متوقعو عوایدو، د ګټې او تاوان د برابرۍ نقطې (Break-even Point)، د پانګې بېرته ترلاسه کولو موده  (Payback Period)، د پانګونې د داخلي عاید کچې (IRR)، خالص اوسني ارزښت (NPV) او په ناخالص کورني تولید (GDP) کې د پروژې د ونډې ارزونه د پروژو د مالي او اقتصادي منطقي دلیل په معلومولو کې مهم رول لري. د دغو شاخصونو تحلیل د پروژو په مناسب انتخاب، د مالي سرچینو په مناسب تخصیص او د مستندو معلوماتو پر بنسټ د پرېکړو په نیولو کې مرسته کوي. 

د بودیجې جوړونه:

ځینې امارتي شرکتونه د بودیجې د ترتیب او د لګښتونو د تفکیک، په ځانګړي ډول د عملیاتي لګښتونو (OPEX) او پانګیزو لګښتونو (CAPEX) د تصنبف بندۍ لپاره مشخص او معیاري طرزالعملونه نه لري بلکې دغه بهیر تر ډېره په دودیز او غیرمنظم ډول پر مخ وړي. دا وضعیت د مالي سرچینو د کارنده تخصیص، د لګښتونو د کنټرول، د فعالیتونو د لومړیتوب ټاکلو او د بودیجې د تطبیق د ارزونې په برخه کې ستونزې رامنځته کوي. په نړیواله کچه د دغو ستونزو د کمولو او د بودیجې د مدیریت د ښه والي لپاره بېلابېلې تګلارې کارول کېږي، چې مهمې یې په لاندې ډول دي.

تدریجي بودیجه جوړونه   (Incremental Budgeting) د تېر کال بودیجه د اساس په توګه نیول او د روان کال د اړتیاوو، انفلاسیون او نورو بدلونونو له مخې په هغې کې زیاتوالی یا کموالی راوستل.

له صفر څخه د بودیجې جوړونه   Zero-Based Budgeting (ZBB) هر کال د بودیجې ټول لګښتونه له سره ارزول کېږي او د هر لګښت لپاره باید اړتیا او توجیه وړاندې شي؛ یعنې د تېر کال بودیجه په اتومات ډول د نوي کال اساس نه ګڼل کېږي.

د فعالیتونو پر بنسټ بودیجه جوړونه  Activity-Based Budgeting (ABB)    د هغو فعالیتونو پر اساس جوړېږي چې اداره یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي. د هر فعالیت د لګښت، کاري حجم او اړینو سرچینو محاسبه کېږي.

  د پروژو پر بنسټ بودیجه جوړونه   Project-Based Budgeting د مشخصو پروژو پر بنسټ جوړېږي؛ د هرې پروژې لپاره جلا بودیجه، لګښتونه، سرچینې او تمه کېدونکې پایلې ټاکل کېږي.

د ذکر شویو طریقو په کارولو سره کولای شو د بودیجې او مالي پلانونو اټکل په دقیق، واقعبینانه او منظم ډول ترسره کړو، ترڅو د مالي سرچینو د اغېزمن تخصیص او د ټاکل شویو موخو د تحقق زمینه برابره شي.

د بودیجې کنټرول او د بودیجې د ترتیب او تطبیق متمرکز او غیرمتمرکز تګلارې

د بودیجې کنټرول د مالي مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، په ځینو شرکتونو کې ورته په کافي اندازه پاملرنه نه کېږي او اړوند اجراآت یې تر ډېره په سطحي ډول ترسره کېږي. په داسې حال کې چې داخلي کنټرول د ګټور مالي مدیریت یو اساسي عنصر دی اړینه ده چې د بودیجې د پلان جوړونې، تصویب، تطبیق، لګښتونو، څارنې او مالي راپور ورکولو په ټولو پړاوونو کې اغېزمن داخلي کنټرولونه موجود وي. د دغو کنټرولونو پیاوړتیا د غیرضروري لګښتونو د مخنیوي، د مالي سرچینو د اغېزمن استعمال، د تېروتنو او احتمالي فساد د خطرونو د کمولو او د حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.

په افغانستان کې د امارتي شرکتونو د بودیجې د ترتیب او تطبیق په بهیر کې د متمرکز او غیرمتمرکز سیستمونو د ګټو او محدودیتونو ارزونه د پام وړ اهمیت لري. په متمرکز سیستم کې د بودیجې اړوند مهم تصمیمونه او اجراآت تر ډېره د مرکزي ادارې له خوا ترسره کېږي؛ خو په غیرمتمرکز سیستم کې د بودیجې د ترتیب او تطبیق اړوند واکونه او مسؤلیتونه د مشخصو اصولو او صلاحیتونو له مخې د شرکتونو بېلابېلو څانګو او مسؤلینو ته سپارل کېږي د متمرکز او غیرمتمرکز مدیریت په اړه بېلابېل لیدلوري شته، چې د ناپلیونیک (Napoleonic) او نورډیک (Nordic)  ماډلونو یادونه هم پکې کېدای شي، ځکه متمرکز او غیرمتمرکز مدیریت یوازې د دغو دوو ماډلونو ځانګړتیا نه ده. سره له دې، دواړه سیستمونه په خپل ځای کې ځانګړې ګټې لري، خو د امارتي شرکتونو د فعالیتونو، جوړښت او اړتیاوو په پام کې نیولو سره غیرمتمرکز بودیجوي سیستم د اغېزمن تطبیق لپاره ګټور تمامېدای شي په دې شرط چې له قوي مرکزي څارنې او داخلي کنټرول سره مل وي. په دې سیستم کې د بودیجې د ترتیب او تطبیق واکونو وېش د تصمیم نیولو بهیر چټکوي د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کوي د مسؤلیتونو او صلاحیتونو حدود روښانه کوي. همدارنګه، هره څانګه او مسؤل د خپلو بودیجوي فعالیتونو او لګښتونو په اړه مشخص مسؤلیت لري، چې په پایله کې د حساب ورکونې او د فعالیتونو د ارزونې زمینه پیاوړې کېږي.

د بودیجې تطبیق د شرکتونو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي، ځکه ځینې شرکتونه د منظور شوې بودیجې او پلان شویو پروژو د پر وخت تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د دې بهیر د اغېزمنتیا لپاره د پاریټو له اصل (Pareto Principle) څخه هم ګټه اخیستل کېدای شي. د دې اصل له مخې، د بودیجې مالک کولای شي پر هغو محدودو بودجوی کرښو تمرکز وکړي چې د شرکت د بودیجې لویه برخه جوړوي او د تطبیق لپاره یې لومړیتوب وټاکي. دا تګلاره د مهمو فعالیتونو پر وخت ترسره کېدو، د بودیجې د تطبیق د کچې لوړولو او د مالي سرچینو د اغېزمن مدیریت په برخه کې مرسته کولای شي. البته د دې اصل تطبیق باید د لګښتونو د واقعي اړتیاوو، منظور شویو موخو او مالي کنټرول په رڼا کې ترسره شي.

پایله

د امارتي شرکتونو د مالي مدیریت د پیاوړتیا، د مالي سرچینو د اغېزمنې کارونې او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د مالي پلانونو او بودیجې معیاري ترتیب، پر وخت تطبیق او منظم راپور ورکول ځانګړی اهمیت لري. د بودیجې په ترتیب کې د واقعبینانه اټکلونو د عملیاتي، پانګیزو لګښتونو د دقیقې ارزونې، د انکشافي پروژو د مالي او اقتصادي تحلیلونو په پام کې نیول د سرچینو په مناسب تخصیص او د پرېکړو په نیولو کې مرسته کوي. همدارنګه د مناسبو بودیجوي تګلارو انتخاب، د داخلي کنټرولونو پیاوړتیا، د مسؤلیتونو روښانه وېش او د بودیجې د تطبیق دوامداره څارنه د لګښتونو په کنټرول، د حساب ورکونې په پیاوړتیا او د منظور شویو پلانونو پر وخت تطبیق کې مهم رول لري. په ټوله کې د امارتي شرکتونو د بودیجوي بهیر د اغېزمنتیا لپاره د معیاري کړنلارو رامنځته کول، د مالي او اقتصادي تحلیلونو دودول او د بودیجې د ترتیب او تطبیق په برخه کې د واکونو مناسب وېش له اغېزمنې مرکزي څارنې او داخلي کنټرول سره یوځای د پام وړ ارزښت لري. د دغو اصولو په تدریجي پلي کولو سره د مالي سرچینو د اغېزمن استعمال د انکشافي پروژو د ښه مدیریت او د شرکتونو د مالي فعالیتونو د لا ښه والي لپاره مناسبه زمینه برابرېدای شي.

وړاندیزونه

·       د بودیجې د جوړونې نړیوال تخنیکونو/تګلارو کارول

·       د انکشافي پروژو مالي او اقتصادی تحلیل

·       د نړیوالو معیارونو او د شرکتونو د داخلي مالي پالیسیو پر بنسټ د لګښتونو تفکیک

·       د داخلي کنټرول او بودیجوي څارنې پیاوړتیا

·       د غیرمتمرکز بودیجوي سیستم او مرکزي څارنې ترمنځ توازن

·       د بودیجې د تطبیق لپاره د لومړیتوبونو ټاکل

·       د بودیجې د تطبیق د کچې او پایلو ارزونه

 

 

 

سرچیني

عامه مالي مدیریت (PFM Cert)، د ACCA  له خوا.

دا مقاله د لیکوال د عملي کاري تجربو، د عامه مالي مدیریت په برخه کې د ترلاسه شوو مسلکي زده‌کړو او د ځینو امارتي شرکتونو د مالي او بودیجوي چارو د مستقیمو مشاهداتو پر بنسټ چمتو شوې ده.

لیکوونکی: اکبرخان باتور  د خوندی سندونو د چاپ امارتي شرکت مالی او اداری رئېس