د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي، ترڅو د لوګر د مس عینک پروژې لپاره د یوه پایه لپټاپ کمپیوټر او درې قلمه وایفای LAN تجهیزاتو د تدارک او برابرولو په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې د دغه شرکت د نرخ اخیستنې له استعلام سره سمې چمتو کړي.
هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپل نرخونه دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۱ نېټې، چهارشنبې ورځې د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست د پېرودنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice