د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خالص ملکیت د عمومي کانال د (۳۰ او ۳۱) ويالې لاندې او پاس ځمکه د زراعتي فعالیتونو او خرماو بڼ د احداث په موخه، داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
ټول هغه کرنیز او د مالدارۍ شرکتونه چې په لاندې شرایطو برابر وي، خپل غوښتنلیکونه دې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ته وسپاري.
۱ـ کرنیز او د مالدراۍ خدمتونو شرکتونه دې خپله اصلي عرض پاڼه، د پېژند پاڼې کاپي، دوه قطعې عکسونه، د کرنیز شرکت د جواز کاپي چې وخت یې پای ته نه وي رسېدلی، کرنیز بزنس پلان (طرحه) او د یادې ځمکې په عرض پاڼه کې دې، د ځمکې اندازه مشخصه کړي.
۲: هغه کرنیز او د مالدارۍ خدمتونو شرکتونه چې د یادې ځمکې د قراداد غوښتونکي دي، لومړی دې د پوره اطمنان لپاره له ځمکې څخه لیدنه وکړي، ورپسې دې خپله عرض پاڼه ترتیب کړي.
ټول غوښتونکي دې خپل اسنادونه، د ځمکو د قراردادونو عمومي مديريت ته تر (۲۱) کاري ورځو پورې وسپاري.
یادونه: تضمين له مقراراتو سره سم د داوطلبی په ورځ اخیستل کېږي.
پته: د کابل ـ جلال آباد لویه لاره، سرخرود دوه سړکه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ـ ننګرهار