د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې
هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د ترکمنستان په خاوره کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده، چې له امله یې د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده.
د ستونزې د ژر تر ژره حل او د برېښنا د بېرته وصلولو په موخه، د ترکمنستان برېښنا شرکت (ترکمن انرګو) له مسؤولینو سره د ستونزې د حل څرنګوالي او د روان کاري بهیر په اړه د همغږۍ هڅې دوام لري.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د ازبکستان له اړوند مسؤولینو سره هم خبرې او همغږي کړې ده، ترڅو د بدیلې برېښنا په تأمین سره بلخ، شبرغان، میمنې، سرپل او سمنګان ته برېښنا ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د ازبیکستان لوري په دې برخه کې د برېښنا د تأمین لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.