د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه
د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره هیئت د پرېکړو او د ۱۴۰۵ لمریز کال مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلانونو پر موضوعاتو بحث وشو.
په یاده ناسته کې د آریانا افغان او استراس امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال سوداګریزو پلانونو په اړه هم هر اړخیزې خبرې ترسره شوې.
د غونډې په پای کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت پر موضوع او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.