د امارتي شرکتونو لوي ریاست
نیازبېک کې د ۴۰۰ کېلوولټ تقویتي ترانسفارمر له نصب سره د اضافه بارۍ ستونزه حل شوه
1405/6/10 00:00
Mumtaz خبرونه

نیازبېک کې د ۴۰۰ کېلوولټ تقویتي ترانسفارمر له نصب سره د اضافه بارۍ ستونزه حل شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په کابل ښار کې د برېښنا اضافه بارۍ ستونزې حل په دوام دا ځل د پنځمې ناحیې اړوند د نیازبیک په سیمه کې د ۴۰۰ کېلوولټ تقویتي ترانسفارمر نصب سره د سلګونو پېرودونکو برېښنا پیاوړې شوه.
 
د دغه ترانسفارمر له نصب سره د برېښنا اضافه بارۍ ستونزو د بشپړ حل سربېره د برېښنا ضایعاتو مخنیوی هم وشو.
 
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت د ټول هېواد په کچه د برېښنا پراختیايي او اصلاحي پروژې پر مخ وړي چې تر هر بل وخت اوس تخنیکي برخو کې مثبت بدلون راغلی دی.