د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د خپل ملکیت یو باب د تېلو پمپ، چې د مور او ماشوم روغتیا روغتون مخې ته موقعیت لري، د مزایدې د پروسې له لارې په قرارداد ورکوي.
له همدې امله، پر شرایطو برابر کسان چې غواړي د یاد ملکیت د مزایدې په غونډه کې ګډون وکړي، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ( ۱۰ ) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کندز سپین زر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته وسپاري.
یادونه: شرطپاڼه کتلای شي او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
پته: د کندز سپین زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي ـ کندز