د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې کېدل او د هېواد پر یو شمېر ولایتونو یې اغېزې
د یکشنبې ورځې د مازدیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې د ترکمنستان په خاوره کې د برېښنا په عمومي شبکه کې د رامنځته شوې تخنیکي عارضې له امله، افغانستان ته د اندخوی ۲۲۰ کیلوولټ، اندخوی ۱۱۰ کیلوولټ، فاریاب ۶ کیلوولټ، بادغیس ۱۱۰ کیلوولټ او هرات ۲۲۰ کیلوولټ له پنځو نقطو څخه د دغه هېواد وارداتي برېښنا پرې شوه.
د یادې عارضې له امله بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه په بشپړ ډول او د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې سیمې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه بېبرخې شوې.
د ستونزې له رامنځته کېدو سره سم، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د ترکمنستان د برېښنا ادارې «ترکمن انرګو» له مسؤولینو سره دوامداره اړیکې ونیولې او افغانستان ته د برېښنا د ژر تر ژره بېرته وصلېدو غوښتنه یې وکړه. د ترکمن لوري د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په برېښنايي شبکه کې عمومي عارضه رامنځته شوې وه، چې له امله یې د ترکمنستان برېښنايي سیستم له جدي تخنیکي ستونزو سره مخ شوی و.
د برېښنا د کمښت د جبران لپاره په ورته وخت کې هڅه وشوه چې له ازبکستان څخه اضافي برېښنا ترلاسه شي، خو د ترکمنستان په شبکه کې رامنځته شوې عارضې د ازبکستان پر برېښنايي سیستم هم اغېز کړی و.
د پرله پسې همغږیو په پایله کې، د بادغیس او اندخوی ۱۱۰ کیلوولټ لینونه د شپې شاوخوا ۲:۰۰ بجې، د ترکمنستان د شبکې تر نسبي فعالېدو وروسته، بېرته برقراره شول، خو د اندخوی او هرات ۲۲۰ کیلوولټ لینونه به د عارضې تر بشپړ حل وروسته بېرته چالان شي.
همدارنګه، د هرات ولایت هغو سیمو ته چې عموماً له ترکمنستان څخه برېښنا ترلاسه کوي، د یو لړ تخنیکي عملیاتو په ترسره کولو سره د ایران له وارداتي برېښنا څخه په نوبتي ډول برېښنا تأمین شوه. د نورو اغېزمنو ولایتونو ځینو سیمو ته هم د شبکې د تخنیکي ظرفیت او امکاناتو په پام کې نیولو سره، د تاجکستان له بدیلې وارداتي سرچینې څخه برېښنا تأمین شوه.
د یادو اقداماتو او دوامداره همغږیو په پایله کې، تېره ورځ د ازبیکستان له بدیلې وارداتي سرچینې څخه هم برېښنا وصل شوه، چې له مخې یې بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ته د تخنیکي ظرفیت په پام کې نیولو سره برېښنا تأمین شوه.
په عمومي ډول، اوسمهال د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د برېښنا اړتیا شاوخوا ۵۰ سلنه د ازبیکستان او ترکمنستان له وارداتي سرچینو، د بادغیس ولایت ۱۰۰ سلنه برېښنا د ترکمنستان له وارداتي سرچینې او د هرات ولایت شاوخوا ۵۰ سلنه اړتیا د ایران له وارداتي برېښنا څخه تأمینېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت د وضعیت د بشپړ عادي کېدو لپاره له اړوندو هېوادونو سره خپلې تخنیکي او عملیاتي همغږۍ په دوامداره توګه تعقیبوي او د اغېزمنو ولایتونو له درنو پېرودونکو څخه د رامنځته شوي وضعیت پر مهال د هغوی د حوصلې، زغم او همکارۍ له امله مننه او قدردانی کوي.