د کندز سپین زر امارتي شرکت تولیدات، نندارې ته وړاندې شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د کندز سپین زر امارتي شرکت د کورنیو محصولاتو د ملاتړ په موخه، د درې ورځو لپاره د تسل خصوصي شرکت له لوري، د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ د (ښکلي کندز د کرنې او کورنیو صنايعو ملي نندارتون) تر سرلیک لاندې جوړ شوي نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
د کندز سپين زر امارتي شرکت په دغه درې ورځني نندارتون کې ۱۲ قلمه باکیفيته تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړي، چې د خلکو له تود هر کلي سره مخ شول.
د کندز ولایت صنعت کارانو د داسې توليدي او صنعتي نندارتونونو جوړول د توليدي شرکتونو په وده او د کورنيو محصولاتو په کارولو کې اغېزمن وګڼل.