د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې ‌کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي، ترڅو د فکس لین پیفونونو د خدماتي سیستم د سافټویر لوړولو په موخه د  DDR4، Core i5 CPU، 500GB SSD  او 16GB RAM  لرونکو دوه Rack Mount کمپیوټرونو، د ۱۰۰٬۰۰۰ قطعې پیفون سکرېچ کارتونو د چاپ او د موجوده پیفونونو د ورژن اپډېټ لپاره د ۱۰ عدد شنو کارتونو د تدارک او برابرولو په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې د دغه شرکت د نرخ اخیستنې له استعلام سره سمې چمتو کړي.

هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپل نرخونه دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۱ نېټې، چهارشنبې ورځې د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست د پېرودنې آمریت ته وسپاري.

یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice