د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د آسیا پسفیک د پُستي اتحادیې څوارلسم کانګرس د افغان پُست امارتي شرکت د پلاوي په ګډون پیل شو
1405/6/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د آسیا پسفیک د پُستي اتحادیې څوارلسم کانګرس د افغان پُست امارتي شرکت د پلاوي په ګډون پیل شو

د آسیا پسفیک د پُستي اتحادیې (APPU) څوارلسم کانګرس د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د پلاوي په ګډون، د تایلنډ هېواد په بنکاک ښار کې پیل شو.

په دغه کانګرس کې د افغانستان په ګډون د آسیا او اقیانوسیه له ۳۲ هېوادونو څخه استازو ګډون کړی دی، چې موخه یې په پُستي چارو کې د مسلکي اړیکو پیاوړتیا، د څلور کلنې پراختیايي ستراتیژۍ طرحه، د روزنیزو پروګرامونو جوړوونه، او د دودیزو او عصري پُستي خدمتونو د کیفیت ښه والی دی.

د یادونې وړ ده چې د پُستي اتحادیې کانګرس معمولاً هر څلور کاله وروسته یو ځل د اتحادیې اړوند په یوه هېواد کې ترسره کېږي.