د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/10 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د ننګرهار آمریت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال تولید شوي (۴۳.۹) مټریک ټنه خوراکي غنم، چې تشخیصه شمېره یې (MF/SOSC/NBC/G01/1405) ده، د داوطلبۍ د پروسې له لارې وپلوري.

ټول هغه خصوصي او امارتي شرکتونه او پر شرایطو برابر اشخاص چې د یادو غنمو د پېرلو لېوالتیا لري، کولای شي د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې د یاد امارتي شرکت د ننګرهار له آمریت څخه د آفر شرطپاڼه ترلاسه کړي.

د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵/۰۶/۲۶ نېټې، پنجشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د ننګرهار په آمریت کې ترسره شي.

یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د ننګرهار آمریت، ۱۱مه ویاله، جلال‌اباد ښار – ننګرهار