د مکروریانونو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوی محمد شفیق محمود، د کابل ښار د نهمې او شپاړسمې امنیتي حوزو امرینو، د یادو ناحیو د استخباراتو امرینو، د ساحې د ټرافیکو امر او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ساحوي امر ترمنځ د مکروریانونو اوسېدونکو د شته ستونزو د هوارولو او د خدمتونو د ښه والي په موخه، غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتی شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي محمد شفیق محمود د خبرو پر مهال وویل، چې د مکروریانونو د اوسېدونکو امنیت، هوساینه، پاکوالی او د خدماتو د کیفیت لوړول د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ستونزو د حل لپاره د ملکي او امنیتي ارګانونو ترمنځ ګډه همکاري او همغږي یوه جدي اړتیا ده.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د عامه نظم ساتلو لپاره یې د مکروریانونو د اوسېدونکو همغږي اړینه وبلله.