د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له ایراني پلاوي سره ولیدل
د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د پُست اجرائیوي رئیس، محمد احمدي سره په دوه اړخیزه لیدنه کې د پُستي همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د پُستي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا ترڅنګ، د برېښنايي سوداګرۍ E-commerce، هوايي او ځمکنیو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
همداراز دواړو لوریو د پُستي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د متقابلو تجربو او مسلکي وړتیاوو د شریکولو او د همکاریو پراختیا لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغان پُست امارتي شرکت یو پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي او د پُستي همکاریو د پراختیا په موخه د دغه هېواد د پُست ادارې له مسؤولینو سره لیدنې او خبرې وکړي.