د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند هېواد د پُست ادارې له مسؤولینو سره ولیدل
1405/6/11 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند هېواد د پُست ادارې له مسؤولینو سره ولیدل
 
د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې یا APPU د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي د هند هېواد د پُست ادارې د بهرنیو اړیکو او نړیوال تجارت په چارو کې د عمومي رئیس مرستیال او مل پلاوي سره په دوه اړخیزه لیدنه کې، د پُستي خدمتونو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د پُستي خدمتونو د پراختیا او کیفیت د ښه والي ترڅنګ، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د برېښنايي سوداګرۍ (E-Commerce)، مستقیمو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو هـر اړخیز بحث وکړ.
 
د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر ځینو مواردو هـوکړه کړې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د دغو مواردو د نهایي کولو او وروستي توافق لپاره نورې ناستې ترسره شي.
 
 د یادونې وړ ده چې د افغان پُست امارتي شرکت پلاوی د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې په ۱۴مه کنګره کې د ګډون ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو د پُستي ادارو له پلاوو سره دوه اړخیزې لیدنې هم ترسره کوي.