په لغمان ولایت کې ملي بس بیاځلې فعالیت پیل کړ
په لغمان ولایت کې ملي بس بیاځلې فعالیت پیل کړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت په لغمان ولایت کې د خپلې څانګې په بیا ځلې فعالولو سره، په یاد ولایت کې د ملي بس ترانسپورټي فعالیتونه پیل شول.
د دې شرکت د فعالیتونو له پیل سره به د لغمان ولایت اوسېدونکو ته د ارزانه، منظمو، خوندي او باوري ترانسپورټي خدمتونو زمینه برابره شي.
د یاد ولایت اوسېدونکي به وروسته له دې وکولای شي د ملي بسونو له لارې په مناسبه کرایه او په منظم ډول سره سفر وکړي.