د امارتي شرکتونو لوي ریاست
کابل کې د عمومي شبکې اصلاح په دوام لسګونه فاصلې معیاري کېبلونه وغځول شول
1405/6/11 00:00
Mumtaz خبرونه

کابل کې د عمومي شبکې اصلاح په دوام لسګونه فاصلې معیاري کېبلونه وغځول شول
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کابل ښار او ساحوي برخو برېښنا شبکې بشپړې اصلاح او پیاوړتیا په دوام دا ځل ګڼو اړتیا وړ برخو کې لسګونه فاصلې معیاري کېبلونه وغځول شول.
 
پر کېبلونو سربېره یو شمېر برخو کې نوي مزي هم وغځول شول او د مېټر بکسونو، سوېچونو او بورډونو په ګډون سلګونه متفرقه تجهیزات نوي شول.
 
د یادونې وړ ده چې تخنیکي کارکوونکي د کابل په پراخه شبکه کې تخنیکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي او د تجهیزاتو نوي کولو سره د پېرودونکو د برېښنا بهیر ډاډمنوي.