د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د امارتي درملتونونو له استازو سره ولیدل
د امارتی شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتی شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجم الرحمن فضلي او مالي او اداري رئیس، مولوي محمد یونس غالب د امارتي درملتونونو له استازو سره د چارو د لا ښه والي په موخه ولیدل.
په پیل کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوی رئیس د امارتي درملتونونو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، ترڅو له عام ولس او ناروغانو سره د ښه سلوک سربېره، د کیفیت او بیو په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.
همدارنګه ښاغلي فضلي ډاډ ورکړ چې په نږدې وخت کې به د ابن سینا فارمسي تولیدي فابریکه ۵۶ قلمه درمل تولید او د GMP په معیار سره به یې د دوی په اختیار کې ورکړي.
په پای کې د امارتي درملتونونو استازو وویل چې په پوره توان او ژمنتیا سره به خپلو هېوداوالو ته شپه او ورځ خدمت ترسره کړي.