د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ډاکټر نظرمحمد عرفان د حیرتان استازولۍ د رئیس په ملتیا، هرات ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي عرفان د هرات استازولۍ له کارکوونکو سره وکتل، فعالیتونو او روانې چارې یې له نږدې وڅارلې او د مسؤولیتونو غوره ترسره کولو ته یې وهڅول.
همداراز د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تورغونډۍ او اسلامکلا بندرونو له فعالیتونو او روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د استراس شرکت له مرستیال او د اسلامکلا بندر له کمیسار سره یې د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
په پای کې، ښاغلي عرفان د هرات ولایت له والي سره هم لیدنه وکړه او د یاد امارتي شرکت د فعالیتونو اړوند پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.