د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د چین، مالیزیا او بنګله دېش هېوادونو د د پُستي ادارو له پلاوو سره ولیدل
1405/6/12 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د چین، مالیزیا او بنګله دېش هېوادونو د د پُستي ادارو له پلاوو سره ولیدل
 
د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې یا APPU د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي د چین، مالیزیا او بنګله‌ دېش د پُستي ادارو له مسؤولینو سره په جلا جلا لیدنو کې د پُستي خدمتونو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
 
د یاد امارتي شرکت پلاوي د چین پُست د نړیوالو پارسلونو، اکسپرېس او لوژستیکي چارو او همغږۍ له مسؤول، د مالیزیا د پُستي صنعت د پراختیا څانګې له رئیس، ایزان عزیز محمد جعفر او د بنګله ‌دېش د پُست له عمومي رئیس، قاضي اسدال اسلام سره په جلا لیدنو کې د پُستي خدمتونو د پراختیا او کیفیت د ښه والي، برېښنايي سوداګرۍ  (E-commerce)پُستي تبادلاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو هر اړخیز بحث وکړ.
 
د یادونې وړ ده چې په دغو لیدنو کې د پُستي تبادلاتو پر مهال د شته ستونزو او ننګونو په اړه هم خبرې وشوې او د یادو ستونزو د حل او د پُستي تبادلاتو د لا اسانه او منظم ترسره کېدو په موخه د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.