د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره د (۹) قلمه ټکنالوژیکي وسایلو(کمپیوټر، پرنټر او ...) د تدارک او برابرولو پروسه د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.
 
ټول هغه لوجستیکي او سوداګريز شرکتونه چې په یاده برخه کې تجربه او مالي وړتیا لري، کولای شي د وږي میاشې له ۱۴مې نېټې تر ۲۳مې نېټې پورې د ارزاقو امارتي شرکت ته د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه مراجعه وکړي.
 
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۶/۲۳ نېټې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو ترسره کېږي؛ د آفر تضمین په بانکي ډول د منلو وړ دی.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
 
پته: د ارزاقو امارتي شرکت، مرکزي سیلو ته څېرمه، درېیمه ناحیه ـ کابل