هلمند کې به د اپارتمان هوس مارکېټ، ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
هلمند کې به د اپارتمان هوس مارکېټ، ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
نېټه: چهارشنبه / ۱ / رمضان المبارک / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت پر ملکیت د اپارتمان هوس سوداګریز او استوګنیز مارکېټ رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.
یاد مارکېټ چې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په غوره موقعیت کې شتون لري، په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دغه مارکېټ کې ۵۵۳ سوداګریزې هټۍ او ۵۶ استوګنیز کورونه جوړ دي، چې په لنډه موده کې به یې د کرایې د تثبیت پړاو ترسره شي.