د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغان پُست امارتي شرکت پلاوي د آسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې له عمومي رئیس سره ولیدل
1405/6/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت پلاوي د آسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې له عمومي رئیس سره ولیدل
 
د آسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې (APPU) د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي د آسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې له عمومي رئیس، وینایا پراکاش سینګ، د پُست نړیوالې اتحادیې (UPU) له مرستیال مرجان اوسوالډ او د پُست نړیوالې اتحادیې د پُستي ټکنالوژۍ له رئیس، لاتي ماتاتا سره د پُستي خدمتونو د پراختیا، د همکاریو د پیاوړتیا او تجربو د شریکولو په موخه جلا جلا لیدنې ترسره کړې.
 
د پُست نړیوالې اتحادیې او آسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې مسؤولینو د افغان پُست له پلاوي سره د همکاریو پر دوام او د پُستي خدمتونو د لا پراختیا په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
 
یاد پلاوي د کنګرې په درشل کې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو پُستي بنسټونو له مسؤولینو سره د پُستي خدمتونو د پراختیا، د کیفیت د لوړولو، برېښنايي سوداګرۍ او پُستي تبادلاتو په اړه د بحث سربېره په ځینو برخو کې د ګډ کار او فرصتونو رامنځته کولو په موخه هوکړې وشوې.