د پکتیکا پوهنتون ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي ولېږدول.
د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر وویل چې په دغو خوراکي توکو کې وریجې، لوبیا، مایع غوړي، بوره، شین چای، وچې شیدې، د خوړو مالګه، رُب او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي؛ همداراز سبزي، مېوه، وچه ډوډۍ او غوښه په ورځني ډول د یاد پوهنتون د استادانو لیلیې ته لېږدول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه ترسره کېږي.