د درېیم فارم د ۲۱مې عمومي ویالې د رسوبي موادو د پاکولو چارې پیل شوې
د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند درېیم فارم کې د ۲۱مې عمومي ویالې د رسوبي موادو د پاکولو چارې پیل شوې.
د درېیم فارم د مسؤولینو په وینا، د یادې عمومي ویالې د پاکولو چارې پیل شوې دي چې د شاوخوا ۴۰۰۰ مترو په اوږدوالي به د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې بشپړې شي.
د درېیم فارم د زراعت لوی مدیر وایي چې په تېرو څو کلونو کې په یاده ویاله کې د رسوبي موادو د راټولېدو له امله د اوبو د جریان په برخه کې ستونزې رامنځته شوې وې چې د درېیم فارم مسؤولینو په لارښوونه د ۱۳ کرنيزو قراردادي شرکتونو په مالي لګښت،۳۰ تنو کاریګرانو له لوري د ویالې د پاکولو چارې په منظم ډول روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د ویالې له پاکولو سره به د اوبو د جریان زمینه لا ښه برابره، د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه او د سیمې یو شمېر بېروزګاره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.