د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي او د اقتصاد له رئیس سره د لیدنو پر مهال د اوبو رسولو خدمتونو د وضعیت، پراختیا او لا ښه والي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي کظیم د لغمان ولایت له مرستیال والي، ښاغلي حافظ انځرګل سره د لیدنې پر مهال د اوبو رسولو شبکو، د اوبو د سرچینو پراختیا او زیاتوالي او همدارنګه د لغمان ولایت اوسېدونکو ته د اوبو رسولو خدمتونو د پراخولو په اړه د شرکت د پراختیايي پلانونو او پروګرامونو لنډ معلومات وړاندې کړل.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اجرائیوي رئیس وویل چې یاد امارتي شرکت په لغمان ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د کیفیت ښه والي او پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې د ولایت مقام همکاري او ملاتړ مهم بولي.
په لیدنې په ترڅ کې مرستیال والي، د دغه ولایت د اوسېدونکو اړتیاوو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې او له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره یې د سیمهییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سفر په دوام ښاغلي کظیم د لغمان ولایت د اقتصاد له رئیس، ښاغلي مولوي عطاءالرحمن فاتح سره وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا پر لارو چارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
په پای کې مولوي غلامالرحمن کظیم د مهترلام ښار د اوبو رسولو له آمریت څخه د لیدنې پر مهال، په لغمان ولایت کې یې د اوبو رسولو خدمتونه او فعالیتونه له نږدې وڅارل او مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.