د امارتي شرکتونو لوي ریاست
بغلان کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا انرژي برابره شوه
1405/6/15 00:00
Mumtaz خبرونه

بغلان کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا انرژي برابره شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د بغلان برېښنا ریاست له لوري د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند شیخ علي کلي لپاره د ۱۶۰ کېلوولټ امپیر په ظرفیت سره یو ترانسفارمر نصب او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
 
پر دې پراختیايي پروژې ۱.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ګټې اخېستنې سره یې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا آسانتیاوې برابرې شوې.
 
د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد لرې پرتو سیمو ته د برېښنا رسونې کړې ژمنې په عمل کې ثابتوي.