د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/15 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي ترڅو د یو پایه کمپیوټر مانیټور، د کابل ښار د اتمې ناحیې په یوه نوي سایټ کې د احاطې جوړولو، د آقینې بندر سایټ ته د ۲۵ کیلوواټه ټرانسفارمر د نصب لپاره د اړتیا وړ اجناسو، د مس عینک لپاره د وای‌فای او (LAN) شبکې د برابرولو په موخه د درې قلمه تجهیزاتو برابرولو او د ۲۰۱۱ ماډل کرولا ډوله نقلیه وسیلې لپاره د اتو قلمه پرزو د تدارک او برابرولو پروسه کې ګډون وکړي، غوښتنلیکونه دې د یاد شرکت د نرخ اخیستنې له استعلام سره سم ترتیب او وړاندې کړي.
 
هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپلې بیې دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې وړاندې کړي او په تړلې بڼه دې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۷ نېټې، د سې‌شنبې ورځې د سهار له ۰۹:۰۰ بجو څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د پېرودنې آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
 
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement