د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د تېلو ‌پمپونو د اټکلي بدل‌الاجارې بیې د ارزونې له ګډ پلاوي سره ناسته وشوه
1405/6/15 00:00
Mumtaz خبرونه

د تېلو ‌پمپونو د اټکلي بدل‌الاجارې بیې د ارزونې له ګډ پلاوي سره ناسته وشوه
 
 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي په خپل کاري دفتر کې د یاد شرکت پر ځمکو د تېلو پمپونو د اټکلي بدل‌الاجارې بیې د ارزونې په موخه له ټاکل شوي پلاوي سره ولیدل.
 
یاد ګډ پلاوی د ننگرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مدیره هیئت د پرېکړو عملي کولو په موخه ټاکل شوی چې د اړوندو ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون به د یادو پمپونو ساحې له نږدې وڅېړي، اړین معلومات او اسناد به راټول کړي او د ارزونې پایلې، نظریاتو او وړاندیزونه مدیره هیئت ته وړاندې کړي.
 
په ګډ پلاوي کې د کرنې سکټور د پراختیا سلاکار، نورآغا خلیل صافی، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د عامه او خصوصي مشارکت رئیس، احمد ادریس علیزی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت چارو سلاکار، مولوي ضابط الرحمن حقاني، د اقتصاد وزارت د پروژو د ارزونې کارپوه، احمد بصیر قریشي او د اوبو او انرژۍ وزارت د تدارکاتو عمومي مدیر، فواد احمد وزیري شامل دي.
 
د یادونې وړ ده چې د ګډ پلاوي موخه د تېلو پمپونو د بدل‌الاجارې بیې د ارزونې بهیر همغږی کول، د اړوندو معلوماتو او اسنادو راټولول او د موضوع په اړه د یوې شفافې او مسلکي ارزونې زمینه برابرول بلل شوې ده.