د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اسلامي امارت ویاند د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
1405/6/15 00:00
Mumtaz خبرونه

د اسلامي امارت ویاند د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
 
د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت له روانو چارو، فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه لیدنه ترسره کړه.
 
په پیل کې د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي محمد ابراهیم نبیل، ښاغلي مجاهد ته ښه راغلاست ووایه او د یاد شرکت د فعالیتونو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
ورپسې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد د یاد امارتي شرکت د فعالیتونو او چارو ستاینه وکړه او د هېواد د لاسي صنایعو د لا پراختیا او پیاوړتیا په موخه یې نظریات شریک کړل.
 
همداراز ښاغلي مجاهد د شرکت له مسؤولینو او کارکوونکو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د لاسي صنایعو د ودې او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.